د بشري حقونو د څار ډله: ناټو دې افغان ملکیانو لپاره ډېر څه وکړي

د بشري حقونو د څار ډلې د چارشنبې په ورځ ویلي، ناټو ته پکار دی چې په افغانستان کې په روان اوږده کړکیچ کې د ولسي خلکو د خوندیتوب لپاره لا ډېر څه ترسره کړي.

دې ډلې په وارسا کې د ناټو د مشرانو د غونډې په درشل کېدې پوځي تړون ته په یو پرانیستي لیک کې ویلي:

"د ۲۰۰۹ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې هر کال د ولسي خلکو په مرګ ژوبله کې زیاتوالی راځي."

د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې ډېره پړه پر طالبانو او نورو وسلوالو ډلو اچول کیږي. خو د بشري حقونو د څار ډله وايي، افغان حکومتي ځواکونه هم په ځینو برخو کې د سرغړاویو مسول دي. دې ډلې په ځانګړي توګه په جنګي عملیاتو کې له ښونځیو د کار اخېستلو یادونه کړې.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د حکومتي ځواکونو په عملیاتو کې د ولسي مرګ ژوبلې شمېر په سلو کې اته ویشتو ته پورته شوې وه.

په دې کال کې د یوولس زرو په شا او خوا کې خلک په افغانستان مړه یا ژوبل شوي وو.

ملګري ملتونو وايي، د ۲۰۱۶ م کال په لومړیودرې میاشتو کېپه افغانستان کې د ولسي خلکو مرګ ژوبله په سلو کې اویا زیاته شوې ده .