د ننګرهار کوټ کې ۱۲ داعش وسله وال وژل شوي

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي د یاد ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د یو قوماندان په ګډون ۱۲ داعشیان وژل شوي.

د ننګرهار ولایت ویاند عطا الله خوږیاني وايي تېره شپه ناوخته د کوټ ولسوالۍ په لاغر جوی سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د هوایي برید په ترڅ کې د یو قوماندان په ګډون دولس داعشیان وژل شوي او همدا راز د دوی ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم لمنځه تللي دي.

نوموړی وايي په دغه هوایي برید کې ملکي وګړو او امنیتي منسوبینو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

داعش وسله والو هم د دې هوایي برید په اړه څه نه دي ويلي.