ارګ: د بچه بازي ناوړه پدیدې د مخنیوي لپاره دې هر اړخېزې هڅې وشي

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې په هېواد کې د بچه بازي ناوړه پدیدې د مخنیوي لپاره باید هر اړخېزې هڅې وشي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال نن ازادي راډیو ته وویل چې په دې برخه کې له قومي مشرانو او دیني عالمانو غواړي چې د دغې ناروا کړنې په وړاندې خپل غږ اوچت کړي.

ښاغلي مینه پال زیاته کړه:

"زموږ غوښتنه دا ده چې د دغې ناوړه پدېدې پر وړاندې ګټور اقدامات وشي، دیني عالمان او قومي مشران دې چې کولای شي په ټول افغانستان کې غږ پورته کړي."

د بشري حقونو د څار ټولنه په افغانستان کې د بچه بازۍ د منع کولو لپاره د ولسمشرله خوا د یوه تقنیني فرمان صادرول خورا ضروري ګام بولي.

په دې اړه اندېښنې وروسته له هغې زیاتې شوې چې د افغان ملي پولیسو په لیکو کې د کم عمره هلکانو د ګمارلو او د هغوی د جنسي ځورونو په اړه راپورونه خپاره شول.