سلیم: له حزب اسلامي سره د سولې خبرې نه دي دریدلي

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې خبرې نه دي دریدلي او اوس هم روانې دي.

د دغې شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې لا هم له حکمتیار سره د سولې خبرو ته هیلې شته.

ښاغلي سلیم زیاته کړه:

"د مذاکراتو بهیر لاهم نه دې پرې شوی، سولې ته هیلې شته، هیله من یو چې هغه بهیر چې پيل شوی و، دوام پيدا کړي."

څه موده وړاندې د افغان حکومت او حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د سولې د پلاوو ترمنځ ۲۵ ماده ییزې لومړنۍ پریکړې موافقه وشوه، خو بیا وروسته د سولې خبرې له یو نامعلوم برخلیک سره مخ شوې.

د ګلبدین حکمتیار د اختر په مناسب پهیو پیغام کې په افغان ولسمشر محمد اشرف غني غږ کړی چې د سولې رامنځ ته شوی فرصت له لاسه ورنه کړي.