ښايي ناټو او روسیه د وارسا تر غونډې وروسته رسمي خبرې وکړي ‎

د ناټو عمومي منشي وايي، په وارسا کې به د دې تړون د مشرانو تر غونډې وروسته له روسیې سره رسمي خبرې وکړي.

داسې تمه کیږي چې د وارسا غونډه به د ناټو او روسیې ترمنځ اختلاف نور هم ژور کړي.

د ناټو – روسیې شورا وروستۍ غونډه له دوه کلن ځنډ وروسته د اپریل په میاشت کې کړې وه خو دا خبرې د اوکراین او ځیني نورو مسئلو پر سر په اختلافاتو پای ته ورسېدې.

د جمعې په ورځ په وارسا کې د ناټو د مشرانو غونډه جوړیږي. تر دې مخکې د دوشنبې په ورځ د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ خبریالانو ته وویل، د ناټو – روسیې شورا د تفاهم په رامنځ ته کولو کې مهم رول لري او کولای شي چې د دواړو لورو راتلونکې خوځښتونه یو بل ته روښانه کړي.

سټولټنبرګ وايي، له همدې کبله له روسیې سره کار کوي چې د وارسا له غونډې وروسته د ناټو ـ روسیې شورا یو بله غونډه جوړه کړي.

د ناټو عمومي منشي ویلي، ناټو غوښتل چې د وارسا تر سرمشریزې مخکې له روسیې سره خبرې وکړي خو له روسیې سره په دې اړه توافق ته ونه رسېدل.

ټاکل شوې چې د وارسا په غونډه کې به د ناټو د غړیو هېوادونو مشران پر نورو مسئلو سربېره، په پولنډ او د بالتیک هېوادونو کې د ناټو د پوځي حضور په پیاوړتیا او دغلته د سرتېرو د ځای پر ځای کولو په اړه بحثونه وکړي.