ایا نوي ټکنالوجي د خلکو ترمنځ واټن راکم کړی؟

انګېرنې دا دي چې له نوې ټکنالوجۍ څخه استفادې د خلکو ترمنځ واټن را کم کړی.

د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي وایې چې له نوې ټکنالوژۍ څخه استفادې د دوی د ټولنیزو اړیکو رنګ ته بدلون ورکړی.

د ساینس او ټکنالوژۍ وروستیو پرمختګونو د ژوندانه د نورو برخو ترڅنګ په افغانستان کې د ټولنیزو اړیکو بڼه بدله کړې ده.

تر ډېره افغان ځوانان وایي له نوې ټکنالوجۍ څخه استفاده د دوی په ټولنیزو اړیکو کې پراخ بدلون رامنځ ته کړی دی.

د دوی په وینا اوس مهال تر ډېره ټولنیزې اړیکې په ځانګړې ډول یو شمېر مناسبتي ورځې ټلیفون او پیغامونو فیسبوک ته محدودې شوې دي.

د کابل ښار دوه تنه اوسیدونکي د هغو ځوانانو له ډلې دي چې اختر د ټلیفون او ټولنیزو شبکو له لارې خپلو دوستانو ته مبارکي ورکوي:

"فیسبوک او ټولنیزې رسنۍ په ټوله کې یو ډول اسانتیا ده ځکه کله چې موږ له لمانځه بیرته راشو لومړی په موبایل خپلو ملګرو ته مسج لیکو او ورته داختر مبارکي ورکوو، دوو یا دریو ساعتونو کې خپلو ټولو دوستانو ته مسجونه ولیږم."

"پخوا به موږ د اختر په ورځو کې د دوستانو کورونو ته تلو خو اوس د ټلیفون یا انټرنیټ له لارې خلکو ته مبارکي ورکوو."

سره له دې چې په تېر کې د اخترونو په ورځ به خلک د یوه بل کورنو ته تلل او خپلو دوستانو خپلوانو سره به یې لیدل.

خو اوس لیدل کیږي چې دا فرهنګ ورځ تربلې د بدلون په حال کې دی او د نوي ټکنالوجۍ اغیزې د اخترونو په ورځ په وضاحت لیدل کېږي.

خو پوښتنه داده چې ولې خلک نه غواړي چې د اخترونو په ورځ د خپلو خپلوانو او دوستانو کورونو ته لاړ شي؟ او یوازې د اخترونو مبارکي د ټلیفون او انټرنیټ په پیغامونو خلاصه کوي.

یو شمیر د دې پوښتنې په ځواب کې وایې لاهم صمیمت شته خو د یوشمیر ستونزو له وجې تر ډيره نه توانیږي چې له نږدې خپل دوستان وګوري.

د کابل ښار اوسیدونکي عزیز احمد ازادي راډيو ته وویل چې له امنیتي پلوه د ډاډ نشتون یو له هغو دلایلو دي چې خلک نه شي کولی د خپلو دوستانو او خپلوانو کورنو ته لاړ شي.

"موږ نشو کولی چې د دوستانو پوښتنې ته ورشو ځکه چې امنیت ښه نه دی کله چې جومات ته ځو زموږ زړه اندېښنه کې وي چې خدای مکړه کومه چاودنه او انتحار ونشي په همدې نشو کولی چې په اخترونو کې خپلو دوستانو کورونو ته ورشو نور کوم توپیر نه لري."

له بلې خوا یو شمیر پخواني مشران وایې چې د اقتصادي نیمګړتیاوو ترڅنګ چې اوس مهال خلک ورسره مخ دي هغه مینه چې پخوا د خلکو ترمنځ وه د را کمېدو په حال کې ده.

دوی وایي اوس مهال داخترونو لمانځل د تېر په څېر رنګ او شور نه لري.

"پخوا چې په ټولنه کې کومه مینه وه اوس ډېره کمه شوې ده، پخوا دخلکو ساده طریقه دا وه چې هغه څوک به یې چې په لاره کې ولیدل نور به کورونو ته تلل حتی لرې پرتو سیمو ته به مشرانو ته تلل چې دا د محبت ډير یو ښه اظهار دی."

د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکو له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل سره له دې چې د اخترونو په ورځ د دوستانو او خپلوانو کورونو ته تلل د یوه ترمنځ مینه زیاتوي او اړیکې پیاوړې کوي خو ټینګار يې وکړ هغه دوستان چې نشي کولی د خپلو دوستانو کورنو ته ورشي د انټرنیټ او ټلیفون له لارې پیغام استول اړین دي.

راپور: ناجیه ساپۍ