ستانکزی: د سولې د پروسې په اړه د پاکستان دریځ روښانه دی

یو شمېر افغان کارپوهان د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز وروستۍ څرګندونې د امریکا او افغانستان تېر ایستل بولي.

سیاسي او حقوقي کارپوه نصرالله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د پاکستان دریځ روښانه دی او دغه هېواد په افغانستان کې د سولې غوښتونکی نه دی.

د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز پرون د امریکا د کانګرس له غړي جان مککین سره په اسلام اباد کې په لیدنه کې ویلي چې د افغانستان د سولې د خبرو بریالیتوب د بل هر هېواد په پرتله پاکستان ته زیات مهم دی.

نجیبې زمان له ښاغلي ستانکزي سره د موضوع په اړه مرکه کړې او په سرکې یي د سرتاج عزیز د وروستیو څرګندونو په اړه پوښتلي دي:

Your browser doesn’t support HTML5

له نصرالله ستانکزي سره مرکه