محمدخان: په خپل وخت د انتخاباتو ترسره کېدل ناشوني دي

د افغانستان د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال وایي، ناشوني ده چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات دې په خپل وخت ترسره شي.

انجینر محمد خان له ازادي راډیو سره په خبرو کې ومنله چې حکومت د دوو کلونو په موده کې بیا هم ونه توانیده چې اصلاحات عملي او انتخابات په خپل وخت ترسره کړي.

نوموړي وویل، اوس مهال یوازینۍ حل لاره دا ده چې ولسمشر د ولسي جرګې د رخصتیو په جریان کې فرمان صادر او له مخې یې کارونه مخې ته ولاړ شي.

دا خبرې په داسې حال کې کیږي چې د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان د ولسي جرګې تصویب ته اړتیا لري او دغه فرمان تیره اونۍ د مشرانو جرګې له خوا تایید کړ.