د ننګرهار په اچین کې د ۲ قوماندانانو په ګډون ۸ داعشیان وژل شوي 

د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د دوو مهمو قوماندانانو په ګډون ۸ داعش وسله وال وژل شوي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، په اچین ولسوالۍ کې تېره شپه د بېلابېلو هوایي بریدونو په ترڅ کې د داعش د پنځوس کسیزې ډلې مشر او همدا راز د کوټ جګړې مشر په ګډون ۸ داعش وسله وال وژل شوي او د دوی یو عراده موټر او مهمات هم له منځه تللي.

د ولایت ویاند عطالله خوږياڼۍ وايي، د اچین ولسوالۍ په پېښې خوړ سیمه کې تېره ورځ ناوخته د بهرنیو ځواکونو د هوایي برید په ترڅ کې د داعش د پنځوس کسیزې ډلې مشر ملا ساجد د خپل وراره او دوه نورو ملګرو سره یو ځای ووژل شو.

نوموړی وايي، په ورته کې د اچین ولسوالۍ په مامند دره سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د یو بل هوایي برید په ترڅ کې په یوه سراچه موټر کې ناست د یو قوماندان په ګډون څلور داعش وسله وال ووژل شول.

دی وايي، په وژل شوېو کسانو کې د عمر خطاب په نوم د داعش ډلې هغه قوماندان هم شامل دی چې د کوټ ولسوالۍ جګړه کې د رهبرۍ دنده درلوده.

د ولایتي ادارې د معلومات له مخې عمر خطاب او ملا ساجد دواړه د پاکستان د اورکزۍ سیمې اوسیدونکي دي.