عبدالله: افغانستان به وارسا غونډه کې له بشپړ چمتوالي سره ګډون وکړي

د افغانستان اجراییه رییس د ناټو له ملکي سفیر سره د کتنې پر مهال ویلي دغه هېواد به د وارسا په کنفرانس کې له بشپړ چمتوالي سره ګډون وکړي.

د اجراییه ریاست په خبرپاڼه کې راغلي عبدالله عبدالله نن له اسماعیل ارماز سره په کتنه کې دغه شان هیله ښودلې چې افغانستان وکولای شي د وارسا او بروکسل په غونډه کې د نړیوالې ټولنې اوږدمهالی ملاتړ خپل کړي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ناټو ملکي سفیر ویلي چې د ناټو غړي هېوادونه افغانستان سره د همکارۍ په برخه کې او دغه شان له نوموړي هېواده د ملاتړ په برخه کې ژمن دي.

د اجراییه ریاست په یوې جلاخبرپاڼه کې بیا راغلي چې ښاغلي عبدالله په افغانستان کې د بلغاریا له سفیر سره کتلي او په ورته موضوعاتو یې ورسره خبرې کړي دي.

خبرپاڼه وايي، د بلغاریا سفیر نیکولای یانکوف ویلي، هېواد به یې د ارواپايي ټولنې د یو غړي هېواد په توګه په راتلونکو کنفرانسونو کې د افغانستان له دریځ نه ملاتړ وکړي.

ټاکل شوې چې د وارسا غونده به د روانې میلادي میاشتې په اتمه او نهمه په پولند کې جوړه شي.