د پکتيا په مرکز ګردېز کې د والي له لوري په ۲۵۰ بې وزله کورنيو خوراکي توکي وويشتل شول.
د پکتيا والي نصرت الله ارسلا د وېش مراسمو پر مهال رسنيو ته وويل چې دغه خوراکي توکي د هغو مرستو د لړۍ دوام وو چې په تېره يوه مياشت کې يې له بېلابېلو بې وزلو کورنیو سره کړې دي.
ده وويل چې ډېرې هغه اړ کورنۍ چې د خوراکي توکو د پېر وس او توان يې نه درلود دوی په نښه کړې او د اختر رارسېدو په مناسبت يې ورسره دغه مرستې وکړې.
د پکتيا ولايتي شورا وکيل حفيظ الله مبارز په اړمنو کورنيو د مرستو له وېش څخه مننه وکړه او ويې ويل چې په ټوله روژه کې د بېلابېلو ادارو او ولايت مقام له لوري په بې وزلو کورنیو خوراکي او اړين توکي ويشل شوي دي.
دغه خوراکي توکي په داسې مهال په اړمنو کورنيو وېشل کيږي چې تر دې وړاندې هم بېلابېلو مدني ټولنو او سوداګرو په اړمنو خوراکي توکي ويشلي دي.