اتمر: مخالفین باید پوه شي چې په وړاندې یې د مبارزې کړۍ تنګه شوې

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ویلي چې له دغه هېواد سره د چین پوځي مرسته د ترورېزم په وړاندې د مبارزې د پیاوړتیا په برخه کې څرګند پیغام دی.

محمد حنیف اتمر نن په کابل کې افغانستان سره د چین د پوځي مرستو د لومړي پړاو د تحویلۍ پر مهال وویل، مخالفین باید پوه شي چې دوی په وړاندې د مبارزې کړۍ اوس راتنګه شوې ده.

چین د لسګونو میلیونو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات چې په کې ټرانسپورټي الوتکې، لوژستیکي او نور وسایل شامل دي له افغانستان سره مرسته وکړه.

شاوخوا دوه میاشتې مخکې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار چبن ته د خپل سفر پر مهال افغان ځواکونو سره د پوځي تجهیزاتو د مرستې خبره له چیني چارواکو سره شریکه کړې وه.