په ایران کې سلګونه خبریالان له نامعلوم درکه ګواښل شوي

په ایران کې سلګونو خبریالانو ته د نامعلومو ټلیفوني پیغامونو له لارې ګواښ شوی چې په بهر کې له هغه چا سره چې د ایران دښمنان بلل شوي، تماسونه بند کړي.

دغو پیغامونو خبریالان اندیښمن کړي او د ایران د پارلمان یو شمېر غړو له پولیسو غوښتي چې د دې ټلیفوني ګواښونو سرچینه معلومه او عاملان يې محاکمه کړي.

له نا معلوم ادرسه په استول شوېو دې ټلیفوني پیغامونو کې چې وروستۍ خبرداری یاد شوی، خبریالانو ته ویل شوي چې په بهر کې له هغو سره چې د ایران دښمنان بلل شوي هر ډول تماس جرم دی او باید قطع شي.

راپورونه وايي چې دا ډول پیغامونه شاوخوا ۷ سوه ایراني خبریالانو ته استول شوي دی.

علي مطهري له سایبر پولیسو غوښتي چې د دې پیغامونو سرچینه معلومه کړي

د ایران د پارلمان غړي علي مطهري له سایبر پولیسو غوښتي چې د دې پیغامونو سرچینه معلومه کړي او استونکي يې قانون ته وسپاري.

نوموړي ویلي دا ډول پیغامونه خبریالانو ته اندیښنې پیدا کوي.

دغه راز د پارلمان یو بل غړي او د ابتکار ورځپاڼې مسول مدیر محمد علي وکیلي هم له حکومت غوښتي چې د دغو ګواښونکو پیغامونو د استونکو پر ضد ګامونه واخلي.

هغه خبریالان چې دا ډول ټلیفوني پیغامونه ورته رسېدلي وايي، په دې اړه به یو ګډ شکایت لیک وړاندې کړي.

علي وکیلي هم له حکومت غوښتي چې د دغو ګواښونکو پیغامونو د استونکو پر ضد ګامونه واخلي.

په ایران کې تر دې مخکې یو شمېر خبریالان له هغو فارسي ژبو رسنیو سره چې له دې هېواده بهر فعالیت کوي، د مرکو او تماسونو له امله امنیت ته په ګواښ جوړولو تورن شوي وو.

څلور خبریالان چې ۷ میاشتې مخکې په ایران کې زنداني شوي وو، د حکومت پر ضد له بهرنیانو سره یوځای د حکومت پر ضد د دسیسې په جوړولو او ملي امنیت ته د ګواښ په تور په پینځه کال بند محکوم شوي دي.