د کندهار شاولي کوټ کې ناڅرګندو وسله والو ۷ تنه وژلي

د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي چې د شاه ولي کوټ په ولسوالۍ کې ناپيژندو وسله والو په یوه کور حمله کړې چې د دریو ښځو په ګډون یې ۷ تنه وژلي دي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک ازادي راډيو ته وویل چې دا پېښه تېره شپه د ملي کاریز په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

ښاغلي خپلواک زیاتوي چې د کور د غړیو له خوا په متقابلو ډزو کې یوه حمله کوونکي چې هویت نه دی څرګند هم وژل شوی.

د کندهار چارواکي وايي تر اوسه د حملې انګیزه معلومه نه ده، خو په دې اړپلټنې پیل شوې دي.

تر دې مهاله چا د دغې حملې مسوولیت نه دی منلی.