یوه امریکایۍ مېرمن چې حامله وه له خپل مېړه سره څلور کاله مخکې په افغانستان کې تري تم شوه.
د دې مېرمنې کورنۍ اوس له طالبانو غوښتي دي چې دا ښځه له خپلو دوو ماشومانو سره راخوشي کړي.
جیمز او لین کالمن په دې باور دي چې د دوی لور کیتلین، د هغې کاناډایی مېړه جوشو بویل او دوه زامن چې په اسارت کې زیږیدلي دي، له وسله والو سره دي.
کالمن له خپلې مېرمن سره په یوه ویډیو پیغام کې چې د جولای په لومړۍ یې خپور کړ، وویل، موږ په بې صبرۍ د خپلې لور او لمسیانو انتظار کوو.
کالمن د طالبانو پر نوي مشر هبت الله اخندزاده غږ کړی دی چې د کوچیني اختر په مناسبت د دوی لور خوشي کړي.
کیتلین او د هغې مېړه په ۲۰۱۲ کال کې روسیې ته سفر کړی وو، بیا د منځۍ اسیا په اوږده سفر روان وو چې افغانستان ته اوښتي و او هلته پسې ورک شول.
دې ښځې تېر کال نومبر خپلې کورنۍ ته یو لیک استولی وو او په هغه کې یې لیکلي وو چې دوی لا ژوندي دي او دوهم زوی یې هم پیدا شوی دی.