امريکا د اقيس په نوم ډله په بهرنیو تروريستي ډلو کې شامله کړه

امریکا د پنجشنبې په ورځ د القاعده شبکې يوه څانګه چې د هند په نيمه وچه کې فعالیت کوي، په تروريستي ډلو کې شامله کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې اقيس یوه تروریسته ډله ده او مشر يې عاصم عمر یو نړیوال تررويست دی.

امریکا اقيس ډله د القاعده شبکې د ځايي څانګې په توګه د تروريستي ډلو په تور لیست کې شامله کړه.

دغه ډله د هند په نیمه وچه کې فعاليت کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت اقيس يوه بهرنۍ تروريستي ډله وبلله او د دغې ډلې مشر عاصم عمر يې د نړيوالو تروريستانو په تور ليست کې شامل کړ.

د ۲۰۱۴میلادي کال په سپتمبر مياشت کې د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن ځای ناستي ايمن الظواهري د اقيس جوړېدل اعلان کړل او وې ويل چې په هند، پاکستان او بنګله دېش کې به خپله جګړه پر مخ بيايي.

دغه ډله د هند په نیمه وچه کې فعاليت کوي

له هغه وخته تر اوسه دغې ډلې د یو شمېر خونړیو حملو مسئوليت منلی دی.

د امريکا د دغې نوې پرېکړې پر اساس، څېړونکي له دغې ډلې سره اړوند د امريکا په قضايي حوزه کې دننه د شتمنيو اړوند روابط نشي لرلای، کنه ټولې شتمنۍ به يې کنګل شي.

پر دې سربېره امریکايي وګړي اجازه نه لري چې د اقيس ډلې سره هر ډول اړيکې ولري، کنه له قانوني اقداماتو سره به مخامخ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلاميه کې چې په کې اقيس د بهرني تروريستي سازمان په توګه اعلان شوی، د ۲۰۱۴میلادي کال په سپتمبر کې د پاکستان پر سمندري اډه حملې ته اشاره شوې.

د دغې حملې پړه اقیس پر غاړه اخيستې وه.

اعلاميه وايي چې په داسي حال کې چې حمله کوونکو غوښتل په پاکستان کې يوه نظامي بېړۍ برمته کړي، يو پاکستاني افسر او درې حمله کوونکي ووژل شول او اووه ماڼوګان ټپيان شول.

په دې وروستیو کې اقيس د همجنس بازانو د حقونو یو شمېر فعالانو د وژلو مسئوليت پر خپله غاړه اخيستی دی.

دغه فعالان اويجيت روی او سولهاز منان نومېږي چې په بنګله دېش کې يې د امریکا په سفارت کې کار کاوه.

عاصم عمر چې د القاعده په تبليغاتو کې د اقيس د مشر په توګه ياد شوی، پټ دی او ويل کېږي په پاکستان کې دی.

د امريکا د ماليې وزارت د بنديزونو د ليست پر اساس، عاصم عمر په ۱۹۷۴میلادي يا ۱۹۷۶میلادي کال کې د هندوستان په اترپردېش ايالت کې زېږېدلی او د ثناالحق او مولانا له نومونو يې هم استفاده کړې.