خوګیاڼي: د ننګرهار حصارک کې ۳۳ وسله وال مخالفین وژل شوي

د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې پوځي عملیات روان دي او د افغانستان هوايي ځواکونو بمبارۍ پيل کړې دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي پرون جمعه ازادي راډیو ته وویل چې په حصارک کې وضعیت د ښه کېدو په حال کې دی او سیمې ته اضافي امنیتي ځواک استول شوی دی.

عطاالله خوګیاڼي زیاته کړه:

"په دې نښتو کې چې هوایي بریدونه هم په کې ترسره شوو ۳۳ وسله وال طالبان و وژل او ۵۴ ټپیان شوو، هوايي ځواک هم هلته تللی او ځمکنۍ ځواک پياوړی شوی خو هغه اندېښنې چې مخکې موجودې وې، نشته او وضعیت د عادي کیدو په لور روان دی."

د ښاغلي خوګیاڼي په وینا، امنیتي ځواکونه پرون سهارپه حصارک کې له دوو امنیتي پوستو وتلي خو د نیولو لپاره یې پوځي عملیات روان دي.

د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې هم له یوې اونۍ راهیسې پوځي عملیات روان دي.

د دې ولایت د والي ویندوي څرګنده کړه چې په کوټ ولسوالۍ کې دری کلي د اسلامي دولت ډلې یا داعش له وسله والو پاک شوي،۲۲۵ وسله وال یې وژل شوي او تر ۹۰ زیات زخمیان دي.

د عطاالله خوګیاڼي په وینا، په کوټ ولسوالۍ کې د داعش د وسله والو مهم قوماندان وژل شوي چې بهرنيان هم په کې شامل دي.