روسیې ته نږدې د ناټو د پوځي حضور په اړه د پوتین غبرګون

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین ویلي، د ده د هېواد پولو ته نږدې د ناټو د پوځي حضور پراختیا دغلته د ځواکونو تناسب له منځه وړی.

پوتین هوډ څرګند کړی چې پرته له دې چې د وسلو د درانه لګښت په سیالۍ کې ورګډ شي په دې اړه به عکس العمل وښيي.

پوتین پرون په مسکو کې د روسیې ډیپلوماټانو غونډې ته وویل، ناټو پولینډ او د بالتیک سمیې ته د نور ځواکونو په استولو او دغلته د توغندیو د دفاعي سیستمونو پر لګولو سره د روسیې ضد نیت په ډاګه کړی دی.

د پوتین په وینا د دې هر څه هدف دا دی څو هغه پوځي تعادل اغیزمن کړي چې د لسیزو په اوږدو کې رامنځ ته شوی دی.

ناټو د خپلو ختیځو غړیو د هغو اندېښنو په ځواب کې چې د روسیې له کبله یې لري هلته نور سرتیري او وسلې ځاي پر ځاي کړي.

د ناټو ختیځ هېوادونه وروسته له هغې چې روسیې د اوکراین د کریمیا ټاپو له ځان سره یو ځای کړی د روسیې د احتمالي تیري په اړه اندېښمن شول.

روسیه د ناټو د توغندیو دفاعي سیستم ځانګړی امنیتي ګواښ ګڼلی او ژمنه کړې کړې چې په خپله جنوب لویدیځه سیمه کې به درې فرقې د ناټو د پوځي حضور د پراخیدو په وړاندې ځای پرځای کړي.

پوتین ویلي هېواد یې نه غواړي په دې پوځي سیالیو کې ښیکیل شي، دا هغه څه دي چې د پوتین په وینا ناټو یې غواړي څو دوی راښکیل کړي او په سیمه کې د درنې بیې او بې معنی د وسلو سیالي رامنځ ته کړي.

خو نوموړي ویلي روسیه به کمزورې هم پاتې نه شي او په باوري توګه به د ځان دفاع وکړي.