د فاع وزارت: ننګرهار کې ۴۹ داعشیان وژل شوي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي د ننګرهار د کوټ ، اچین او حصارک په ولسوالیو کې یې په عملیاتو کې د شپاړس داعشیانو په شمول ۴۹ کسان وژلي دي او ۴۵ نور یې ټپیان کړي دي .

له بل خوا د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته ویلي چې په کوټ کې یې لسګونه کلي د داعش له وسله والو پاک کړي او دغلته لا هم عملیات روان دي.

عطاالله خوګياڼی وايي په کوټ ولسوالۍ کې د تېرې يوې اونۍ په مخامخ نښتو او هوايي بریدونو په جریان کې ۲۲۵ داعش وسله وال وژل شوي او ۹۴ نور ټپیان شوي دي.

د حصارک په اړه د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې دغلته د مخالفو وسله والو سره جګړو کې درې دیرش وسله وال وژل شوي او ۵۴ ټپیان دي.

عطاالله خوګیاڼي وایی ده ته د ورکړل شویو معلوماتو له مخې په دغه نښتو کې ۲ امنیتي منسوبین هم وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي، خو ملکي وګړو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی .

بلخو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي را‌‌‌‌‌‌ډيو ته په راستولي تلیفوني پيغام کې حصارک کې د خپلو پينځو ملګرو د مرګ ژوبلې خبره منلې او ادعا یې کړې چې دوی د امنیتی ځواکونو د څلورو پوستو د نیولو ترڅنګ شپږدیرش امنیتي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې خو د ننګرهار چارواکي د دوی دا اړعا بې بنسټه بولي.