یونېسیف: عراق کې ۳ نیم میلیون ماشومان له ګواښ سره مخ دي

یونېسیف وايي چې په عراق کې څه باندې درې نیم میلیون ماشومان له جدي ګواښ سره مخامخ دي او د جګړې له ښکیلو ډلو غواړي چې د ماشومانو حقوقو ته درناوی وکړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق نن په خپل یوه نوي راپور کې وویل چې په تیرو اتلسو میاشتو کې د هغو ماشومانو شمېر چې په جګړو کې د مړینې او یا په جګړو کې له هغو د کار اخېستلو له ګواښ سره مخامخ دي یو اعشاریه درې میلیونه زیات شوی دی.

یونیسف وايي، نور ګواښونه چې عراقي ماشومان ورسره مخامخ دي، مړینه، ټپي کیدل، جنسي تشدد، اختطافونه او په وسله والو ډلو کې استخدام دي. یونیسف عراق د ماشومانو لپاره د نړۍ یو له ډیرو خطرناکو هیوادونو څخه بللی دی.

راپور زیاتوي چې په ۲۰۱۴ کال کې د داعش ډلې لاس ته د عراق د شمال او لویدیځ د پراخو سیمو لویدو او وروسته د هغو د بیا نیولو لپاره پوځي عملیاتو داسې یو ناورین رامینځ ته کړی چې په نتیجه کې یې شاوخوا څلور اعشاریه اوه میلیونه ماشومانو بشري مرستو ته اړ شوي دي.