روسیې د ناټو غونډې وروسته د روسیې–ناټو پر ګډې غونډې سلا کړې

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر جان مارک ایرولت وایي، روسیې منلې ده چې د روسیې– ناټو د شورا ګډه غونډه د ناټو د مشرانو تر غونډې وروسته جوړه شي.

ایرولت تېره ورځ د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره په پاریس کې تر خبرو وروسته وویل، روسیه د دې لپاره غواړي چې دا غونډه د ناټو تر سرمشریزې وروسته جوړه شي چې د ناټو د مشرانو د غونډې پرېکړې وارزوي.

تمه ده چې د ناټو غړي هېوادونه د جولای په اتمه او نهمه د پولنډ په مرکز وارسا کې په خپله سرمشریزه کې داسې نوی پلان تصویب کړي چې له روسیې سره سخت چلند وشي او دا د دې لپاره چې روسیې د اوکراین کریما ټاپو وزمه په ۲۰۱۴ کال کې له خپلې خاورې سره یو ځای کړه.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې دی له روسیې سره د ناټو په سرمشریزه کې شفافیت غواړي او د دې پلوي نه کوي چې له روسیې سره ټکر رامنځه شي.

امریکا، بریتانیا او جرمني ویلي دي چې دوی به په پولنډ او بالتیک هېوادو کې ډېر پوځیان ځای پر ځای کړي تر څو په ختیځه اروپا کې د ناټو په غړو هېوادو کې د روسیې د تېري وېره کمه شي.