زاخیلوال: پاکستان د افغان مهاجرینو د اوسېدو کارتونه تمدید کړل

په پاکستان کې د افغانستان سفیر وايي چې پاکستان د شپږو میاشتو لپاره دلته د افغان مهاجرینو د اوسېدو کارتونه تمدید کړي دي.

په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د کارت موده تر راتلونکو دوو ورځو پوره کیږي او وړاندې پاکستان ویلي چې دغه موده به تمدید نه کړي.

خو حضرت عمر زاخیلوال له ازادي راډیو سره په ځانګړي مرکه کې دا ویلي چې پاکستاني چارواکو نه یوازې د کارتونو موده تمدید کړه بلکې ژمنه یې کړې چې افغان مهاجرین به له دې وروسته نه ځوروي.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر په داسې حال کې له پاکستان چارواکو سره د افغان کډوالو د کارتونو د تمدید هوکړې ته رسیږي چې د خېبر پښتونخوا پولیسو په تیرو څو ورځو کې له دوه زرو ډېر افغان کډوال زنداني کړي دي.