مرتضوي: ګډ‌ه کمېټه کې به هم د ولسمشر تقنیني فرمان تایید شي

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي

د افغانستان جموري ریاست وايي، د مشرانو جرګې له لوري د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر د فرمان تایید د انتخاباتي اصلاحاتو د پیل لپاره ګټور ګام دی.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي نن ازادي راډیو ته وویل چې حکومت تمه لري څو په مشترکه کمېټه کې هم د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر فرمان تایید شي.

د قانون له مخې که د ولسمشر کوم فرمان د ولسي جرګې له لوري رد شي خو مشرانو جرګه یې تایید کړي د همدغو دواړو جرګو څخه ګډه کمېټه به جوړېږي او د فرمان د برخلیک په اړه به تصمیم نیسي.

وړاندې ولسي جرګې د رایو په اکثریت د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر دوهم تقنیني فرمان رد خو وروسته مشرانو جرګه دغه فرمان تایید کړ.