ننګرهار: په کوټ کې د داعش وسله وال ډله ماته خوړلې

د ننګرهار چارواکي وايي، په کوټ ولسوالۍ کې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې/داعش وسله وال مات شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي پرون سې شنبې] ازادي راډیو ته څرګنده کړه چې امنیتي ځواکونه د کوټ ولسوالۍ په هغو سیمو کې ځای پرځای شوي چې پخوا د داعش وسله والو نفوذ درلود.

عطالله خوګیانی زیاتوي:

"د داعش وسله وال په ځيني سیمو او کورونو کې پټ دي. موږ یې رپوټ لرو. د کوټ او نورو ولسوالیو د بشپړې تصفیې لپاره زموږ د تالاشۍ عملیات دوام لري."

د ښاغلي خوګياڼي په وینا، په کوټ ولسوالۍ کې د جمعې له ورځې راهیسې په عملیاتو کې د داعش لږ تر لږه ۱۶۰ وسله وال وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې په دې عملیاتو کې اووه عسکر، پنځه ملکي کسان هم وژل شوي او ۳۰ تنه زخمیان دي.

په کوټ ولسوالۍ کې د روانې جګړې له امله ګڼ شمېر کورنۍ بې ځایه شوي هم دي.