د یمن جنوب کې بمي حملو ۴۲ تنه وژلي

د یمن امنیتي چارواکي وايي د دې هېواد په جنوب کې د بمي حملو په تازه لړۍ کې لږ تر لږه ۴۲ کسان وژل شوي دي.

په دې بریدونو کې ۲۷ تنه نور ژوبل شوي دي.

د اسلامي دولت په نامه ډلې یا داعش د دې بمي حملو مسولیت پر غاړه اخستی دی.

چارواکي وايي پر استخباراتي ادارو، د پوځ پر تاسیساتو او د تالاشۍ پر پوستو دا بمي بریدونه هغه مهال وشول کله چې سرتېرو د روژه ماتې لپاره چمتوالی نیوه.

په یمن کې په دې وروستیو کې داعش او القاعده شبکې خپل بریدونه زیات کړي دي.