مشرانو جرګې د انتخاباتو په اړه تقنیني فرمان تایید کړ

د افغانستان د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره د ولسمشر دویم تقنیني فرمان نن د مشرانو جرګې د اکثریت غړو له خوا تایید شو.

د مشرانو جرګې غړو نن له اوږدو بحثونو وروسته په دې فرمان کې د یو شمیر تعدیلاتو په راوستو یاد فرمان تایید کړ.

د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره د ولسمشر دغه تقنیني فرمان تردې وړاندې د ولسي جرګې د اکثریت غړو له خوا رد شوی و.

د ولسي جرګې غړو ویلي وو چې دا فرمان جرګې ته له قانوني مودې څخه په ځنډ لېږل شوی او په کې انتخاباتي اصلاحاتو لپاره کوم مېکانیزم په پام کې نه دی نیول شوی.

د ولسمشر په دې تقنیني فرمان کې د انتخاباتي کمېسیونو د تشکیل، دندو او صلاحیتونو په اړه بحث شوی او د کمېشنرانو د کار د مودې په اړه مواد هم په کې شامل دي.