دفاع وزارت: د ننګرهار کوټ کې ۴۰ داعش وسله وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وایي د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په تازه عملیاتو کې د داعش ډلې ۴۰ غړي وژل شوي دي.

د دغه وزارت لخوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر سره شوي او د دغو عملیاتو پر مهال د داعش ډلې ۴۴ تنه نور غړي ټپیان شوې دي.

په خبر پاڼه کې عملیات بریالي ارزول شوي دي.

د فاع وزارت ویلي افغان ځواکونو د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم عملیات کړي چې وسله والو مخالفانو ته په کې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د دغه وزارت په وینا یاد عملیات په خوست د پکتیکا، لوګر غزني، کندهار، سرپل، فاریاب، تخار او هلمند ولایتونو په ځینو ولسوالیو کې شوې دي.

خبر پاڼه وايي چې د عملیاتو پر مهال د ملي اردو نهه سرتېري هم وژل شوي.