خوګیاڼي: د کوټ ولسوالۍ یو شمېر سیمې له داعش پاکې شوي

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي چې د کوټ ولسوالۍ یو شمېر کلي له داعشيانو پاک شوي.

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي وايي، له پرون ورځې راهيسې چې پر داعشيانو تعرضي حملات پيل شوي د کوټ ولسوالۍ یو شمېر سيمې له داعشيآنو پاکې شوې.

نوموړی وايي د خوړګی، جنجال غونډۍ او د سه پای قريو په لسګونو کلي اوس له داعشيآنو پاک شوي دي.

خوګياڼي د تېرو څلرویشت ساعتونو په جریان کې د هوايي او ځمکنيو بریدونو په ترڅ کې د داعش اووه دیرش وسله وال وژل شوي او څلور څلویښت نور يې زخميآن شوي دي.

نوموړی وايي لا هم د داعش پر خلاف عمليات روان دي او په وینا يي تر هغه به دوام وکړي چې د کوټ ولسوالۍ ټولې سیمې له وسله والو پاکې کړي.