کندزي: امنیتي ځواکونو کوټ ولسوالۍ کې تعرضي حالت خپل کړی

د ننګرهارسیمه ییز چارواکي وايي امنیتي ځواکونو په کوټ ولسوالۍ کې تعرضي حالت خپل کړی.

یاد چارواکي وايي په کوټ ولسوالۍ کې د داعش وسله والو له حملې کولو درې ورځې وروسته اوس افغان ګډو ځواکونوتعرضي حالت خپل کړی.

د ننګرهار والي سلیم خان کندزي د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته په خبري ناسته کې وويل اوس امنيتي ځواکونو د داعش پر وسله والو پراخه تعرضي حملات پيل کړي او ډېر ژر به د کوټ ولسوالۍ ټولې سیمې له داعشيانو پآکې کړي:

"هغه ساحه چې هلته د درې پوستو نه موږ عقب نيشني کړې وه د هغې نه لاندې په دې کليو کې تر بېګاه پورې جنګ و هلته د هغوی حضور و، په یوه حالت کې موږ دفاعي حالت انتخاب کړی و خو اوس موږ تعرضي حالت انتخاب کړی او پراخه زميني او هوايي حملې ورباندې شروع شوي او تر سبا پورې به پاتې سیمې هم له داعشيانو پاکې شي."

​نوموړی وايي په دغه موده کې د داعش وسله والو ته درانه تلفات هم اوښتي دي.

دی وايي تر ننه پورې د وژل شویو داعشيآنو شمېر له یوسلو شپيتو زیات دی:

"که تر ننه پورې دتلفات شمېر ورسره یو ځای کړو د دښمن د وژل شویو شمېر ۱۶۳ الی ۱۶۵ ته رسېږي او زموږ څوارلس تنه شهیدان درلودل په دې کې شپږ ملکي او اته نظامي کسان له لاسه ورکړي او اتلس زخميان لرو. "

د ننګرهار د ملي امنيت رييس جنرال داد محمد حریفي وويل په کوټ ولسوالۍ کې د داعش وسله والو د حملې په اړه دوی له وړاندې نه پلان درلود.

ده وويل په هغه شپه چې داعشيان پر پوستو حمله کوي دوی نور امنيتي ځواکونه سیمې ته استولي و چې دفاعي حالت غوره کړي.

نوموړی وايي دا چې ځينې پوستې داعشيانو په لاس کې ولوې دې دا د امنيتي ځواکونو د پلان یوه برخه وه چې خپلو ځواکونو ته يې د شاتګ امر کړی و:

"د دوی د تعرض په اړوند موږ معلومات درلودل ټول امنيتي ارګانونه پرې خبر شوي و،نو په همدې خاطر چې دوی په کومه شپه حمله کوي موږ هلته یو قوت ځای پرځای کړی و او کله چې دوی تعرض په پوستو باندې وکړه نو ددې په خاطر چې موږ تلفات ورنکړو او هغه قوي وسله موجوده نه وه نو موږ ټولو پوستو ته امر وکړ چې تکتيکي شاتګ وکړئ چې دا د جګړې یوه برخه ده. "

کله چې د داعش وسله والو د کوټ ولسوالۍ پر یو شمېر قريو ډله ييز بریدونه پيل کړل چې په په سلګونو کورنۍ دې ته مجبوره شوې چې خپل د کور ټول لوخي پريږدي او یوه خوندي ځای ته ځان وباسي.

څو ورځې مخکې د افغانستان دفاع وزیر عبدالله خان حبیبي د ولسي جرګې استجوابیه غونډه کې ویلي وو چې داعش وسله والو په کوټ کې یو شمېر مېرمنې او ماشومان هم له ځان سره وړي، خو د ننګرهار والي او امنیه قوماندان وویل چې داعش مېرمنې له ځان سرنه دي وړي.

راپور: شاه محمود شینواری