صالح: کشفي ارګانونو پر کوټ د داعش د حملې مخنیوي کې ناغېړي کړې

د افغانستان ولسي جرګې ځينې غړي په ننګرهار ولایت کې د داعش جنګیالیو پراخ حضور په تړاو افغان حکومت په کشفي او استخباراتي کمزوریو تورنوي.

د ختیځو ولایتونو ځينې دا استازي وايي چې حکومت باید د سرحدي ولایتونو لپاره دا منیتي ځواکونو تشکیلات ډېر کړي تر څو په راتلونکي کې د ورته ستونزو مخنیوی شوی وي.

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، دا د پوښتنې وړ یوه موضوع ده چې په یوه وخت شااوخوا شپږ سوه داعشیان پر کوټ ولسوالۍ حمله کوي، خو حکومتي استخبارات نه دي پرې خبر.

صالح: دا د پوښتنې وړ ده چې په یوه وخت شااوخوا ۶۰۰ داعشیان پر کوټ حمله کوي

د دغې جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړي صالح محمد صالح د دوشنبې ورځې په غونډه کې وویل چې افغان حکومت د دې کسانو د حملو څخه په وار د مخه مخنیوي کې پاتې راغلی او دې مسلې ګڼې اندېښنې راپارولي دي.

هغه زیاته کړه:

"د کوټ په ولسوالۍ کې تاسې د داعش ظلمونه په خلکو وګوری ایا کشفي ارګانونو حضور درلود یا نه چې د امنیت ملي رییس له خولې ۶۰۰ داعشیان یو ځای ته جمع کېږي او په ولسوالۍ عملیات کوي ولې دوی یې مخه و نشوه نیولای."

په همدې حال کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی سید اکرام وايي سره له دې چې په دې وروستیو کې د سرحدي ولایتونو په اړه امنیتي اندېښنې ډېرې شوي دي خو حکومت یې په وړاندې لازم تدابیر نه دي نیولي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ تل دا غږ کړی چې ننګرهار یو سرحدي ولایت دی او تر ۳.۵ملیونه نفوس لري او دا د ټول افغانستان لپاره یو مهم ولایت دی چې باید د امنیتي ارګانونو تشکیل ته یې ځانګړي پاملرنه وشي تر څو زموږ خلک له داسې بدبختي نجات پیدا کړي."

اکرام: د ننګرهار د امنیتي ارګانونو تشکیل ته دې ځانګړې پاملرنه وشي

د ولسي جرګې غړي د امنیتي ادارو له قوله وايي چې په دې حملو کې شاوخوا ۶۰۰ داعش جنګیالو چې ډير یې د پاکستان د استخباراتو غړي او بهرني جنګیالي دي، برخه لري.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې امنيتي او کشفي ځواکونه د داعش ریښو د بشپړ ختمولو لپاره کار کوي او کله هم په دې برخه کې ناغیړي نه ده شوي، د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې کشفي ادارو په وخت اقدام کړی او بیا هم د دوامدار ثبات لپاره کار کوي.

غورځنګ: کشفي ادارو په وخت اقدام کړی

نوموړي زیاته کړه:

"امنیتي ارګانونو په مجموع کې که هغه کشفي دي که دفاعي دي او که هغه امنیتي دي ټولو په موثریت سره عمل کړی دی دا جنګ دې او په دې کې دا امکان وي چې یو وخت تلفات ووینې ولې زموږ د ځواکونو باورمندي په کامیابي ده او باور په دې دی چې دا خلک په بشپړه توګه وځپي."

غورځنګ زیاته کړه چې افغان حکومت د کوټ ولسوالۍ لپاره د پولیسو په اضافي تشکیلاتو کار کوي.

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو د داعش په وړاندې پیل شوو عملیاتو کې تر اوسه تر ۱۵۰ زیات داعشیان وژلي دي.

شاوخوا یو کال وړاندې هم داعش ډلې د ننګرهار د ځينو نورو سیمو تر څنګ په کوټ ولسوالی کې سر راپورته کړی وو چې هغه وخت ولسي پاڅونونو دا سیمه له داعش ډلې پاکه کړي وه.

راپور: یوسف خان ځدراڼ