عبدالله: د انتخاباتي نظام اصلاح یوه ستونزه ده

د افغانستان اجراییه رییس وايي، د انتخاباتي نظام اصلاح یوه ستونزه ده خو هیڅ ډول تېښته ترې امکان نه لري.

عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل سره له دې چې باید له دې وړاندې اصلاحات راغلي وای، خو ټينګار یې وکړ چې راتلونکو انتخاباتو ته د چمتووالي ترڅنګ د انتخاباتي نظام اصلاح ته هم هڅې روانې دي:

"موږ د انتخاباتي اصلاحاتو عملي کېدو لپاره د قانوني لارو د پیدا کولو په لټه کې یو او په دې اړه خبرې کوو."

ښاغلي عبدالله هېله څرګنده کړه چې انتخابات به په ټاکلي وخت تر سره کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې له لوري د انتخاباتي نظام د اصلاح په تړاو د ولسمشر تقنیني فرمان له ردېدو وروسته جمهوري ریاست وویل چې په دې اړه د نورو لارو چارو د موندولو لپاره مشورې روانې دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې حکومت به له کومو نورو قانوني مراجعو د انتخاباتو د اصلاح چارې پيلوي.