د ننګرهار په کوټ کې ۱۹داعشیان وژل شوي

د ننګرهار چارواکي وايي چې په کوټ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونوپه هوایي حملو کې د داعش ډلې ۱۹ وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن ازادي راډيو ته وویل چې افغان امنیتي ځواکونه دا مهال د سیمې د تصفیې په حال کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څلورو ورځو راپه دیخوا د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او داعش وسله والې ډلې تر منځ جګړه روانه ده.

له دې وړاندې د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو ویلي چې په دغه نښتو کې اته ملکیان وژل شوي اوه اتنه نور ټپیان او دیرش تنه نور د ښځو او ماشومانو په ګډون داعش وسله والې ډلې له ځان سره ساتلي دي.