ویسا: ننګرهار وژغورئ که نه کابل په خطر کې دی

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د داعش دلې له خوا د وروستیو ناکراریو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

ارمان ملي:

ارمان ملي خپلواکې ورځپانې په خپل یو مطلب کې د ننګرهار د والي سلیم خان کندزي له خولې لیکلي چې په کوټ کې یو شمېر مېرمنې چې د جګړو له کبله لا درکه شوې وې د وضعیت په سمېدلو سره بېرته په کور شوي دي.

کندزي د یکشنبې په ورځ ناوخته په ننګرهار کې رسنیو ته ویلي، په دې کې د شک ځای نشته چې داعشیان هیچاته درناوی نه لري او که په جګړه کې له ښځو او ماشومانو سره هم مخ شي وژني یې.

په مطلب کې راغلي سلیم خان کندزي رسنیو ته ویلي چې په کوټ کې په درې ورځنیو نښتو کې د داعش ډلې ۳۶ کسان په مخامخ جګړه او ۹۵ نور یې په هوايي او توپچي حملو کې وژل شوي دي.
په مطلب کې راغلي د ننګرهار ولایت لپاره سیمه ییزو امنیتي چارواکو ویلي چې د کورنیو چارو وزارت له خوا د کوټ ولسوالۍ لپاره په ټولیز ډول ۴۰۰ سیمه ییز پولیس منظور شوي چې ۲۰۰ یې پخوا استخدام شوي او ۲۰۰ نور به یې هم ډېر ژر استخدام شي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي، که داعش د ننګرهار ولایت په کوټ کې بیا سر راپورته کړی او ملکي وګړي یې وژلي خو پر ضد یې سخت عملیات روان دي.

په سرمقاله کې راغلي چې داعش په افغانستان کې د پښې ټینګولو نه دی، دا ډله چې د پاکستان له خوا روزل کېږي منځنۍ اسیا او په ځانګړي ډول روسیه ترې په وېره کې ده نو هغوی باید د دې ډلې د روزونکو پر ضد غږ پورته کړي.

د سرمقاله لیکوال په وینا په افغانستان کې ترهګري چې په هره نامه وي د اندېښنې وړ ده خو پر ضد یې سیمه ییزې او نړیوالې ګډې مبارزې ته اړتیا ده.

وېسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي ننګرهار وژغورئ که نه کابل په خطر کې دی.

په مطلب کې راغلي د ننګرهار اوسنی وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی او په دې اړه د حکومت بې غوري به کابل هم د بلا په خوله کې ورکړي.

د مطلب لیکوال لیکلي، په دې کې شک نشته چې طالب او داعش د ټول هېواد امنیت ګواښي خو د دوی په وړاندې د مبارزې میکانیزم ناکام دی.