دفاع وزارت: د ننګرهار په کوټ کې د داعش حملې شنډې شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش حملې شنډې شوي او دې ډلې ته د افغان ځواکونو په ځوابي حملو کې درانه تلفات اوښتي دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل، په کوټ کې د داعش ډلې لسګونه وسله وال مړه او ټپیان شوي چې په وژل شوېو کې د خطاب او کامران په نومونو د داعش دوه سرګروپان هم شته او له دې ډلې څخه ګڼې وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه چې د داعش پرضد عملیات د سیمې د خلکو په مرسته اوس هم روان دي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"اوس هم زموږ قوتونه په کوټ ولسوالۍ کې دي، هلته له ملکي وګړو او د شینوارو له شریفو خلکو سره یوځای د داعش ډلې پرضد عملیات کوي."

د جنرال وزیري په وینا پرون همدا راز د افغانستان په لسو ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو پر مرکزونو پوځي عملیات وشول چې په نتیجه کې یې وسله والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده خو نوموړي یې جزییات روښانه نه کړل.