د هلمند او میدان وردګ امینه قوماندانان څارنوالۍ ته معرفي شوي

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د میدان وردګو ولایت امنیه قوماندان او د هلمند ولایت پخوانی امنیه قوماندان لوی څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

د میدان وردګو ولایت د امنیې قومندان خلیل اندرابي د دولت له وسله والو مخالفانو سره په په همکاری تورن دی او د هلمند د امنیې پريخوانی قومندان عبدالرحمن سرجنګ هم د اداري فساد تورپورې شوي دی.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې، دواړه لوی څارنوالۍ ته معرفي شوي او ورڅخه څېړنې وورستۍ مرحلې ته رسیدلي چې نتیجه به یې اړوندې ادارې ډیر ژر له رسنیو سره شریکې کړي.

له اندرابي څخه تېره اوونۍ هغه مهال څېړنې پیل شوې چې په بغلان ولایت کې د طالبانو د استخبارتو مشر د ده په موټر کې ونیول شو، خو ښاغلي اندرابي دغه ادعا یوه دسیسه ګڼلې ده.

او د هلمند پر پخواني د امنیې قومندان د نورو لګول شویو تورونو ترڅنګ یو هم د دې ولایت د خیالي پولیسو د تشکیل مسله ده چې د هلمند اوسنیو چارواکو هغه په سلو کې څلویښت خیالي بللی دی.