چخانسوري: سرجنګ او اندرابي لوی څارنوالۍ ته معرفي شوي دي

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې، د میدان وردګو ولایت امنیه قوماندان او د هلمند ولایت پخوانی امنیه قوماندان لوی څارنوالې ته معرفي شوي دي.

تر دې دمخه د میدان وردګو ولایت له امنیه قوماندان څخه د وسله والو مخالفینو سره د همکارۍ او د هلمند ولایت پخواني امنیه قوماندان څخه د اداري فساد په تور څېړنې روانې وې.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د میدان وردګو ولایت له امنیه قوماندان او د هلمند ولایت له پخواني امنیه قوماندان څخه څېړنې خپل ورستي پړاو ته رسېدلې دي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې، دواړه لوی څارنوالۍ ته معرفي شوي دي او ورڅخه څېړنې روانې دي.

چخانسوري: څېړنې خپل ورستي پړاو ته رسېدلې دي

هغه زیاته کړه:

"د هلمند پخوانی امنیه قوماندان څارنوالۍ ته معرفي شوی، ورڅخه څېړنې روانې دي او د وردګو امنیه قوماندان هم څارنوالۍ ته معرفي شوی او څېړنې روانې دي، څېړنې خپل ورستي پړاو ته رسېدلې دي چې په دې اړه به د اړوندو ادارو له خوا له رسنیو سره معلومات شریک شي."

تر دې درې ورځې مخکې د افغانستان جمهوري ریاست ویلي و چې د وسله والو طالبانو سره د میدان وردګو ولایت د امنیه قوماندان خلیل اندرابي د همکارۍ په اړه د څېړنو په هدف یو پلاوي ته دنده سپارل شوې ده.

له خلیل اندرابي څخه تېره اوونۍ هغه مهال څېړنې پیل شوې چې په بغلان ولایت کې د طالبانو د استخبارتو مشر د ده په موټر کې ونیول شو، خو ښاغلي اندرابي دغه ادعا یوه دسیسه ګڼلې ده.

ولسمشر محمد اشرف غني هلمند ولایت ته د هغه سفر پر مهال چې شل ورځې مخکې یې درلود د خلکو د دې ادعاوو تر اورېدلو وروسته چې د نوموړي ولایت پخوانی امنیه قوماندان عبدالرحمن سرجنګ په اداري فساد کې لاس لري دستور ورکړ چې نوموړی دې له دندې ګوښه او عدلي او قضايي ارګانونو ته دې معرفي شي.

په هلمند ولایت کې د خیالي پولیسو تشکیل، د امنیه قوماندانیو د پوستو خرڅلاو او د پولیسو په لیکو کې د نویو کسانو د جلب او جذب مخنیوی هغه تورونه دي چې په ښاغلي سرجنګ پورې شوي دي.

وموغوښتل په دې اړه د نوموړي نظر هم واخلو خو د بیا ـ بیا هڅو با وجود بریالي نه شوو.

په ورته وخت کې د حقوقي چار یو شمېر کارپوهان وايي چې، د داشان قضیو څېړل د دولت ټینګې ارادې ته اړتیا لري.

د چارو کارپوه او د افغانستان د دموکراتو حقوق پوهانو د ټولنې مشر کبیر رنجبر د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که چېرې دا شان قضیې نتیجې ته تر رسېدلو پورې د حکومت له خوا تعقیب شي د خلکو له تود هرکلي سره به مخ شي.

د چارو کارپوه کبیر رنجبر

نوموړي زیاته کړه:

"دا مساله د دولت د مشرتابه په رهبرۍ پورې تړاو لري، په تېرو مثالونو کې اراده نه وه موجوده، پیل یې درلود پای یې نه درلود او دا شان چلند د دولت حیثیت اغیزمن کوي."

د وردګو ولایت امنیه قوماندان او د هلمند ولایت پخوانی امنیه قوماندان په داسې حال کې لوی څارنوالې ته معرفي کېږي چې ټاکل شوې همدا اوونۍ د اداري فساد په وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په کار پیل وکړي.

د افغانستان لوی څارنوالۍ ویلي چې د فساد په تړاو ټولې دوسیې چې په هر کچه وي په دغه مرکز کې به وڅېړل شي.

خو وبه لیدل شي چې دغه مرکز به وکړای شي چې د لوړ پوړو دولتي چارواکو دوسیې وڅېړي که څنګه؟

راپور: اجمل تورمان