پکتیا: د مچلغو بند پر پولیسو د طالبان برید کي ۴ پولیس وژل شوي

د پکتیا ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې په مچلغو بند کې د پولیسو پر یوه پوسته د طالبانو د برید له امله څلور پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د پکتیا امنیه قوماندان مل پاسوال قادر ګل ځدران ازادي راډیو ته ویلي چې، طالبانو تېره شپه نیمايي د پولیسو په یادې پوسته حمله کړې او سوځولې یې ده.

د ښاغلي ځدران په وینا، د پولیسو او وسله والو طالبانو تر منځ په نښته کې دغه شان ۱۰ طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.