عراقي ځواکونو د فلوجه وروستۍ سیمه له داعش نه بېرته نیولې

عراقي ځواکونو د فلوجه ښار وروستۍ سیمه هم د اسلامي دولت ډلې څخه بیرته ونیول.

د فلوجه د عملیاتو قوماندان نن اعلان وکړ چې دغه جګړه پای ته ورسېده.

جنرال عبدالوهاب السعیدي په ټلویزیوني وینا کې وویل چې موږ نن له دغې مرکزي جولان سیمې اعلانوو چې دا سیمه د تروریزم ضد ځواکونو تصفیه کړه او موږ دا ښه خبر ټولو عراقیانو ته ورکوو چې د فلوجه جګړه پای ته ورسېده.

هغه وویل، د فلوجه د بیرته نیولو لپاره په عملیاتو کې لږترلږه ۱۸۰۰ سخت دریځي وسله وال وژل شوي دي.

په دغو عملیاتو کې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف هوایي بمباریو او ملېشو چې اکثره یې شیعه ملیشې وې، د عراق د پوځ ملاتړ کاوه.

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي څه باندې یوه اونۍ مخکې په فلوجه کې پرداعش د بري ادعا کړې وه خو له دې سره سره د جولان په ګډون د ښارله دننه نښتې روانې وې.

داعش د ۲۰۱۴ کال د جنوري له میاشتې راهیسې پر فلوجه خپله ولکه ټینګه کړې وه.