سرنوشت: ننګرهار کې بیا د داعش وحشت

د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د داعش له خوا د خلکو وژل او ځورول او د سولې په اړه راپورته شوي بحثونه د کابل چاپ د نن ورځپاڼو مهم مطالب او تبصرې دي.

سرنوشت:

ننګرهار کې بیا داعشي وحشت، دا د سرنوشت ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی چې په کوټ ولسوالۍ کې د داعش وروستيو فعالیتونو ته ځانګړې شوې ده.

په سرمقاله کې راغلي، په کوټ ولسوالۍ کې د داعش له خوا د عامو خلکو وژل، ټپي کول او برمته نیول یو وحشت دی او حکومت یې هم د له منځه وړلو لپاره جدي اقدامات نه کوي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، امنیتي چارواکو تل ادعا کوله چې په ننګرهار کې یې د داعش ملا ور ماته کړې، خو لیکوال ویلي داعش له یوه څه سکوت وروسته بیا سر راپورته کړی دی.

د ورځپاڼې په باور، امنیتي ځواکونه باید په هغو سیمو کې دایمي مرکزونه جوړ کړي چې د داعش ګواښ په کې محسوس دی.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې بیا لیکلي چې داعش په ننګرهار کې جنایت وکړ او ۲۴ کورونه یې وسوځول.

په مطلب کې راغلي، داعش په کوټ ولسوالۍ کې درې مېرمنې او څلور ماشومان وژلي او ګڼ شمېر ملکیان یې په ډزو ټپیان کړي دي.

ورځپاڼې د امنیتي ځواکونو روانو عملیاتو ته اشاره کړې او لیکلي دي چې په دې عملیاتو کې داعش ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیاخپله سرمقاله د سولې په اړه راولاړو شوو بحثونو ته ځانګړې کړې او لیکلي دي چې د شانګهای غونډې په څنډه کې د سیمې هېوادونو یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې د بهیر په بریالیتوب ټینګار کړی دی.

په سرمقاله کې راغلي، که چیرې د شانګهای غونډې پریکړې عملي شي، لرې نه ده چې په افغانستان کې به امنیت ټینګ او د سولې هڅې به هم نتیجه ورکړي.

سرخط:

شپږ اړخیزه غونډه، زړه نسخه که د نوې لارې نقشه؟ دا د سرخط ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی چې د سولې په څلور اړخیزه پروسه کې د ایران او هند احتمالي ګډون ته ځانګړې شوې.

په سرمقاله کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ریچارد اولسن په حواله لیکل شوي چې ویلې یې دي، هند او ایران به هم د افغانستان د سولې پر بهیر ورګډ شي او له دې وروسته به د سولې هڅې شپږاړخیزه کیږي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، د سولې په بهیر کې د هند او ایران ښکیلتیا ګټوره ده، خو هغه وخت لا اغیزناکه کیدای شي چې د دغه بهیر ټول هېوادونه لکه چین، امریکا، ایران او هند پر پاکستان فشار راوړي چې په هغه هېواد کې د مېشتو وسله والو مخالفینو پر ضد اقدامات وکړي.