د هند ترکنټرول لاندې کشمېر کې د وسله والو په یوه کمین کې اته هندي سرتېري وژل شوي او شل نور ژوبل دي.
دا په روان میلادي کال کې پر هندې ځواکونو د یاغي وسله والو تر ټولو خونړی برید بلل کېږي.
په پاکستان کې مېشتې د لشکر طیبه ډلې وسله والې څانګې د کشمېر د تازه برید مسولیت پر غاړه اخستی دی.
د هند حکومت دا ډله د ۲۰۰۸ میلادي کال د ممبي ښار د ډله اییز برید مسوله ګڼي.
د هندې سرتېرو پر کاروان دا تازه حمله د کشمېر د مرکز سرینګر په څنډه کې په تېره شوې لویه لاره شوې ده.
د هند پوځ وايي برید کونکي هم د سرتېرو په ځوابي ډزو کې وژل شوي دي.