چخانسوري: افغانستان او پاکستان د یوه میکانیزم پر جوړولو سلا کړې

د ولسمشرغني ویاند وايي افغانستان او پاکستان د سرحدي ستونزو د حل لپاره د یوه سیاسي او تخنیکي میکانیزم پر رامنځته کولو سلا کړې ده.

هارون چخانسوري وايي د همدغه میکانیزم له مخې به د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ستونزو ته مناسبه حل لاره وموندل شي.

دغه هوکړه د شانګهای سازمان د ناستې په څنډه کې د افغانستان او پاکستان د ولسمشرانو په کتنه کې شوې ده.

په تورخم کې له نښتې وروسته دواړه کابل او اسلام اباد هڅه کوي چې د سرحدي ستونزو د حل لپاره مناسبه حل لاره ومومي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل چې ولسمشر غني او د پاکستان جمهور رییس د شانګهای غونډې په څنډه کې په دې اړه د یوه میکانیزم پر رامنځ ته کولو سلا کړې.

د دغې هوکړې پر اساس به رامنځته کېدونکی تخنیکي او سیاسي میکانیزم د ډیورند د کرښې په اوږدو کې د ټولو تاسیساتو له ارزیابۍ وروسته دغې ستونزې ته مناسبه ډیپلوماتیکه حل لاره مومي.

هغه زیاته کړه:

"په دې هوکړه وشوه چې یو تخنیکي او سیاسي میکانیزم به رامنځته کېږي او په دې تخنیکي میکانیزم کې به ټول تخنیکي اړخونه او یا هم هغه تاسیسات چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې جوړ شوي څېړي او بیا به راځي سیاسي میکانیزم ته چې د بهرنیو چارو وزیرانو په سطحه دی بحث به کېږي څو وکړای شو داسې حلاره چې دواړو خواو ته د منلو وي رامنځته کړو."

که څه هم د ولسمشر ویاند په دې اړه زیات جزییات ورنه کړل خو ډاډ یې څرګند کړ چې د همدغه میکانیزم له مخې به ټولو مرزي ستونزو ته مناسبه حل لاره وموندل شي.

شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د افغان او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ وروسته له هغې نښتې وشوې چې د افغان چارواکو په خبره پاکستاني لورې غوښتل د افغانستان په خاوره کې تاسیسات جوړکړي.

خو افغان لورې یې مخه ونیوله او د نښتې په نتیجه کی یې دواړو خواوو ته مرګ هم ژوبله واوښته.

خو له دې سره سره د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي ترهغې چې افغانستان د پاکستان غوښتني نه وي منلي ګمان نه کېږي چی دی ستونزو ته حل لاره وموندل شي.

سیاسي کارپوه احمد سعیدي زیاته کړه:

سیاسي کارپوه احمد سعیدي

"زما باور دا دی چې دغه هیت ددې لپاره تعین کیږي چې حد اقل افغانان به مصروف شي په دا فکر چې د افغانستان حکومت تلاش کوي دا معضل حل کړي حقیقت رسمیت پیژندل د ډیورند کرښه ده،زما باور دا دی چې دغه هیت ددې لپاره تعین کیږي چې حد اقل افغانان به مصروف شي په دا فکر چې د افغانستان حکومت تلاش کوي دا معضل حل کړي حقیقت رسمیت پیژندل د ډیورند کرښه ده."

ښاغلی سعیدي وايي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي ستونزو د حل په اړه دا لومړنی میکانیزم نه دی چې جوړېږي بلکې د ده په خبره له دې وړاندې هم داسې هڅې شوې خو نتیجه یې نه ده ورکړې.

دی ټینګار کوي چی افغان حکومت باید هڅه وکړي چی پر پاکستان نړیوال فشارونه زیات شي او دا هېواد مجبوره شي چې د افغانستان په چارو کې له مداخلې لاس واخلي.

راپور: محمد حدیث پردېس