راشد: هڅه کوو دزعفرانو کښت ټولو ولایتونو ته پراخ کړو

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي چې غواړي سږکال په ۳۴ ولایتونو کې په ازمایښتي ډول زعفران وکري.

د دغه وزارت ویاند لطف الله راشد ازادي راډیو ته وویل، په دې توګه وزارت هڅه کوي چې د زعفرانو د تولید لپاره د نوي جوړې شوې طرحې تطبیق ته چمتوالی ونیسي او معلومه کړي چې کوم ولایتونه دغه کښت ته مناسب دي.

ښاغلي راشد زیاته کړه چې که چیري وزارت وتوانېږي په راتلونکو پنځو کلنونو د زعفرانو د کښت او تولید طرح عملي کړي د زعفرانو د محصولاتو سطح به په کال کې ۱۴ ټنو ته لوړه شي:

"موږ اوس ۳.۵ ټنه زعفران تولید وو، او که موږ وکولای شو چې دغه طرحه په کامل ډول عملي کړوپه افغانستان کې به په راتلونکو پنځو کلونو کې د زعفرانو د تولید سطح ۱۴ ټنو ته لوړه شي."

ښاغلی راشد وایي بزګر هم دې ته لېواله دې چې د زعفرانو کښت ته مخه کړي.

د کرنې وزارت وایي، که د زعفرانو کښت ته ښې زمینې برابرې شي، افغانستان کولای شي په کال کې د زعفرانو ۷۰ ټنه حاصلات ولري.