مرتضوي: افغان ولسمشر را تلونکې میاشت ترکمنستان ته ځي

د افغانستان جمهوري ریاست وایي تمه ده چې ولسمشر غني په راتلونکي میلادي میاشت کې ترکمنستان ته سفر وکړي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي نن ازادي راډيو ته وویل ولسمشر غني به د دې سفر پرمهال د اقینې ریل پټلۍ پرانیسته وکړي:

"د شانګهای په څنډه کې افغان ولسمشر د ترکمنستان له ولسمشر سره کتنه درلوده او د ترکمنستان ولسمشر له افغان ولسمشر سره څخه غوښتنه وکړه چې د اقینې ریل پټلۍ د پرانیستې لپاره دغه هېواد ته ورشي."

نوموړي وویل چې د دې پروژې پرانیسته د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د افغانستان د نښولو لپاره ډيره ګټوره ده.

تردې وړاندې افغان کارپوهانو هیله مندي ښودلې چې د ترکمنستان اقینې د ریل پټلۍ د پروژې په بشپړیدو به تر ډېره د ځمکني ټرانزیټ په برخه کې د افغانستان ستونزې هوارې شي.