د شانګهای غونډې په څنډه کې د ولسمشر غني د کتنو لاسته راوړنې

افغان ولسمشر اشرف غني پرون په تاشکند کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان، د ترکمنستان له ولسمشر قربان قلي بیردي محمدوف او د قزاقستان له ولسمشر نور سلطان نظربایف سره کتنې کړي.

د ولسمشر د ویندوې دفتر په خبر پاڼو کې ویل شوي، په دې لیدنو کې چې د ازبکستان د ولسمشرۍ په ودانۍ کې وشوې، د دې درې هېوادونو او افغانستان تر منځ د اړیکو پر پراختیا او له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې ټینګار وشو.

د ارګ په وینا د افغان ولسمشر اشرف غني او د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان ترمنځ لیدنه کې ښاغلی رحمان وویل چې د افغانستان د سوداګرۍ لاره ورته ډېره مناسبه ده او په دې برخه کې یې د افغانستان د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

رحمان وویل چې د افغانستان د سوداګرۍ لاره ورته ډېره مناسبه ده

د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بیردي محمدوف بیا له افغان ولسمشر څخه وغوښتل چې راتلونکې میاشت دغې هېواد ته سفر وکړي او د اقینې د اورګاډې د پټلۍ د پرانېستې سربېره دې د دواړو هېوادونو له سوداګرو سره هم د سوداګرۍ د پراختیا پر مسلو خبرې وکړي.

هغه وویل، د دې سفر په جریان کې به د لاجوردو ترانزیټي موافقتنامه هم لاسلیک شي.

قربان قلي بردي محمدوف د افغانستان د هغو ولایتونو د لیدلو لېوالتیا هم وښوده چې د ټاپي پروژه ورڅخه تېرېږي.

دواړو لورېو د ټاپي پروژې د کار د جریان د څرنګوالي په هکله خبرې وکړې او ولسمشر غني وویل، افغانستان د دغې پروژې د عملي کېدو لپاره پوره تیاری لري.

ارګ د ترکمنستان د ولسمشر قربان قلي بیردي محمدوف له خولې وايي، هرات ته خپله صادراتي برېښنا زیاتوي.

محمدوف له خولې وايي، هرات ته خپله صادراتي برېښنا زیاتوي.

د ولسمشر غني له خولې وايي، د ترکمنستان له وارداتي برېښنا څخه د داخلي مصرف لپاره ګټه اخلي او همدارنګه یې پاکستان ته د صادرولو زمینه هم برابروي.

په دې کتنه کې موافقه وشوه چې د دواړو هېوادونو پلاوي دې د ټاپي مسیر د ښو امنیتي تدابیرو د نیولو په هکله زیات بحث او خبرې وکړي.

د ترکمنستان ولسمشر وویل، هېواد یې په پام کې لري چې په اقینه کې یو جومات او په اندخوی کې یو ښوونځی جوړ کړي.

همدارنګه دواړو لورېو د غالیو د صنعت او بازار موندنې په برخه کې د مهارتونو د تبادلې په هکله په زیاتو همکارېو ټینګار وکړ.

د قزاقستان له ولسمشر نور سلطان نظربایف سره هم د افغان ولسمشر خبرې اترې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکارېو پر پراختیا راڅرخېدې.

د قزاقستان ولسمشر د افغانستان د پوځي هلیکوپټرو د ترمیم په برخه کې هم د همکارۍ لپاره چمتوالی وښود.

ارګ وايي چې په دې لیدنه د قزاقستان ولسمشر د افغانستان د پوځي هلیکوپټرو د ترمیم په برخه کې هم د همکارۍ لپاره چمتوالی وښوده.

په دې هم دواړو لوېو موافقه وکړه چې له قزاقستانه افغانستان د غلې د صادرولو په اړه دواړه لوري یوه دوه اړخیز کمېسون جوړوي.