ننګرهار: داعشيانو د کوټ ولسوالۍ پر ۵ پوستو ‌‌‌‌‌‌حملې کړي 

د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ داعشيانو پر پينځو پوستو ‌‌‌‌‌‌ډله ییز بریدونه کړي.

د ننګرهار ولایت وياند عطالله خوږياڼی وايي، تېره شپه شاوخوا دولس بجې د داعش وسله والو د کوټ ولسوالۍ پر پينځو امنيتي پوستو ‌‌‌‌‌‌ډله ییز بریدونه پيل کړل چې چې جګړې تر اووه ساعتو دوام وکړ.

نوموړی وايي، افغان هوايي او ځمکي ځواکونه په وخت سیمې ته رسيدلي او داعشيانو ته یې درانه تلفات اړولي خو کره شمېره یې ونه ښوده.

خوږياڼی وايي، داعشيانو د جګړې پر مهال د عامو خلکو کورونه هم تر برید لاندې ونیول چې د لومړنیو معلوماتو له مخې دولس ملکي وګړي زخميان شوي او درې تنه نور وژل شوي.

د داعش وسله والو لا تر اوسه د یادې نښتې په تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

بل خوا د ننګرهار ولایت په لعلپورې او اچین ولسواليو کې دیارلس وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ننګرهار ولایت وياند عطالله خوږياڼی وايي، تېره شپه ناوخته د بهرنيو ځواکونو الوتکو د لعلپورې ولسوالۍ په مربوطات کې دوه هوایي بریدونه کړي چې له امله اووه وسله وال وژل شوي او دوه نور زخميان دي.

خوږياڼی وايي، په ورته وخت کې افغان هوايي ځواکونو د اچین ولسوالۍ په کرکڼې سیمه کې پر داعشيانو بمبار کړی چې له امله یې څلور داعشيان وژل شوي.

د دولت وسله والو مخالفينو د یادو بریدونو په اړه تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي.