ولسمشر غني به نن جمعه د شانګهای غونډې ته وینا وکړي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن جمعه د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې د شانګهاي د اقتصادي او سیاسي همکاریو د سازمان غونډې ته وینا کوي.

د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر وايي، ښاغلي غني به د دې ترڅنګ د سیمې د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره جلا کتنې هم ولري.

د ارګ خبرپاڼه وايي چې ولسمشر غني به په دې دوه ورځني سفر کې پر امنیت، اقتصاد او سیمه ییزو اړیکو خبرې وکړي.

د قزاقستان خبري رسنۍ وايي چې ښاغلي غني او د دې هېواد ولسمشر نور سلطان نظربایف پرون د دوه اړخېزو تجارتي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړي دي.

ښاغلي غني پرون د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره هم کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي اړیکو د پراختیا موافقه یې کړې ده.