اشرف غني به د شانګهای په غونډه کې له ترورېزم سره په مبارزې وغږیږي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به د شانګهای د غړو هېوادونو غونډې ته په نننۍ وینا کې له ترورېزم سره په مبارزه او د افراطي ډلو د ګواښ په وړاندې د سیمه ییزې همکارۍ پر اهمیت خبرې وکړي.

افغانستان په شانګهای سازمان کې د کتونکي په توګه ځای لري او تېر کال يې د دایمي غړي د موقف ترلاسه کولو رسمي، غوښتنه کړې ده.

د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر یوه ویندوې شاه حسین مرتضوي پرون پنجشنبې ازادي راډیو ته وویل چې افغانستان توقع لري چې په دې سازمان کې د دایمي غړیتوب د تر لاسه کولو لپاره د غړو هېوادونو زیات ملاتړ ترلاسه کړي.

شاه حسین مرتضوي

شاه حسین مرتضوي زیاتوي:

"افغانستان د شانګهای ناظر غړی دی او تېر کال یې رسماً په دې سازمان کې د دایمي غړیتوب غوښتنه وکړه. افغانستان هیله لري چې غړي هېوادونه به یې د دې غوښتنې ملاتړ وکړي او ملاتړ هم لري. په افغانستان کې د نشه یې توکو قاچاق او ترورېزم هغه مسایل دي چې د سیمې هېوادونه له افغانستان سره همکارۍ ته هڅولي دي."

د ښاغلي مرتضوي په وینا، ښاغلی غني به په تاشکند کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو له مشرانو سره جلا-جلا لیدنې هم ولري.

د هغه په وینا، په اصلي غونډه کې د ګډون په پرتله، د غړېو هېوادونو له مشرانو سره د ولسمشر ځانګړې کتنې مهمې دي.

د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر وايي، سره له دې چې د شانګهای په غونډه کې ګډون کوونکې پاکستاني پلاوي له افغان لوري سره د ځانګړې لیدنې غوښتنه کړې خو په دې اړه وروستۍ پریکړه لا نه ده شوې.

اسیا او اروپا ترمنځ د شانګهای په نوم د سیاسي، اقتصادي او پوځي همکارېو دا سازمان په ۱۹۹۶میلادي کال کې جوړ شوی دی.

د دې سازمان بنسټ روسیې چېن، قرغزستان، قزاقستان او تاجکستان ايښې دی.

ازبکستان وروسته له دې سازمان سره یوځای شو او داسې ګڼل کېږي چې سږ کال به هند او پاکستان هم د دې سازمان غړیتوب ترلاسه کړي.

افغانستان، ایران، بېلاروس او منګولیا د کتونکو په توګه منل شوي دي.

ارمنستان، نیپال، سریلانکا، ترکېه او کمبودیا په شانګهای کې د مذاکرو د شریکانو موقف لري.