سلیم: د حزب اسلامي پلاوی به له یوه روښانه پیغام سره کابل راشي

د افغانستان د سولې عالي شورا تمه ښکاره کړې چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي پلاوی ډېر ژر له یوه روښانه پیغام سره بېرته کابل راشي.

د دغې شورا مرستیال عطاالرحمان سلیم نن په کابل کې وویل چې د حزب اسلامي هغه پلاوی چې په مذاکراتو کې برخه اخلي د دغه حزب له مشرګلبدین حکمتیار سره د خبرو لپاره تللی او له دوی سره په تماس کې دی.

ښاغلي سلیم وویل، د حزب اسلامي مرکچي پلاوي تېرځل کابل ته په راتلو له دغه ګوند سره د حکومت د سولې د تړون په مسوده کې د ځینو اصلاحاتو غوښتنه کړې وه.

د سولې شورا مرستیال دا څرګندونې په کابل کې د سولې جرګې په نوم د یوه بنسټ له خوا د سولې د روانو چارو په اړه جوړې شوې غونډې ته وکړې.