افغانستان په تاشکند کې د شانګهای غونډې د اجنډا په سر کې

د شانګهای د غړېو هېوادو دوه ورځنۍ غونډه نن په تاشکند کې پرانېستل کیږي.

دې غونډې ته د افغانستان ولسمشر اشرف غني وینا کوي او د غونډې ترڅنګ به د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره د افغانستان او پاکستان پر اړیکو خبرې وکړي.

پاکستان له لومړنیو هېوادونو څخه دی چې په ۱۹۵۰میلادي کال کې یې د چین جمهوریت په رسمیت وپيژانده او په تېرو څه باندې شپیتو کلونو کې د دې دواړو هېوادو اړیکې تل ښه وو.

د ازبکستان په مرکز کې د شانهګای د غړیو هېوادو د غونډې ترڅنګ د افغانستان ولسمشر د چین، ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان له ولسمشرانو سره ګوري.

خو د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال وایي چې د پاکستان ولسمشر ممنون حسین هم د خبرو هیله کړې ده:

"د پاکستان ولسمشر د افغانستان د ولسمشر د لیدنې او ملاقات غوښتنه کړې ده خو تر اوسه په دې اړه پریکړه نه ده شوې."

مینه پال: د پاکستان ولسمشر ممنون حسین هم د خبرو هیله کړې

ازادي راډیو چې کوم معلومات ترلاسه کړې دي د هغو له مخې به د افغانستان ولسمشر د چین له ولسمشر شي جین پینګ څخه وغواړي چې پیکنګ پر اسلام اباد فشار راولي.

د افغانستان حکومت په دې باور دی چې د طالبانو مشران په پاکستان کې دیره دي او پاکستان د هغوی پرضد څه نه کوي. اسلام اباد تل دا تورونه رد کړې دي چې د طالبانو مشران په ښکاره د دوی په خاوره کې اوسي.

چین له پاکستان سره ډېرې نژدې اړیکي لري. تېر کال چین ژمنه وکړه چې تر څلویښت میلیارډ ډالرو ډېره پانګونه به په پاکستان کې وکړي.

په داسې شرایطو کې تر څه بریده ممکن د چین ولسمشر شي جین پینګ د افغانستان د ولسمشر اشرف غني غوښتنې د پاکستان په برخه کې ومني.

د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر اکبر وردک وایي:

"چین د پاکستان یو روایتي دوست دی او زه فکر کوم چې په دې سیمه کې تر افغانستان، پاکستان چین ته ډېر زیات اهمیت لري، مګر د دې دوو خبرو په منځ کې چې له افغانستان سره د چین ښه اړیکې او په افغانستان کې سوله او له پاکستان سره یې ښه روابط په تناقض کې نه دي ځکه کیدای شي چې چین هم له افغانستان سره ښه اړیکې ولري او په افغانستان کې سوله وي او هم له پاکستان سره خپل روایتي اړیکې وساتي."

د شانګهای سازمان بنسټ په ۲۰۰۱میلادي کال کې د چین، روسیې، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان له لوري کېښودل شو.

افغانستان، ایران، منګولیا، هند او پاکستان د دې سازمان څارونکي غړي دي. تمه ده چې هند او پاکستان دا ځل د دې سازمان دایمي غړیتوب ترلاسه کړي.

افغان ولسمشر د چین له جمهور رییس سره د پاکستان په اړه خبرې کوي

د شانګهای د همکارۍ د سازمان غونډې ته به د افغانستان ولسمشرا شرف غني وینا وکړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال د دې وینا په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د ولسمشر د وینا محوري ټکي دا دي چې د افغانستان او سیمې پر امنیت، همدارنګه په اقتصادي فرصتونو باندې په سیمه ییزه کچه خبرې وکړي. د نړیوالې ترهګرۍ ګواښونه چې دا اوس افغانستان او سیمه ورسره مخامخ ده پر دې به هم خبرې وکړي."

د شانګهای د دوه ورځنۍ غونډې په اجنډا کې به د افغانستان د وضعیت ترڅنګ، له ترورېزم سره د مبارزې او د مخدرو موادو د قاچاق د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وشي.