مظاهره چیان: م.م دې پر افغان خاوره د پاکستان د تېري مخه ونیسي

د سیاسی ګوندونو یو شمېر غړو، مدني فعالانو او خلکو په کابل کې د یوې مظاهرې په ترڅ کې له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د پاکستان استخباراتي اداره یا ای ایس ای د ملګرو ملتونو په تور لست کې شامله کړي.

مظاهره کوونکي چې نن سهار د کابل په شهر نو پارک کې راټول شوي و د یو پرېکړه لیک په خپرولو سره یې له ملګرو ملتونو دا هم وغوښتل چې پر پاکستان فشار راوړي تر څو نور په افغان خاوره تېری ونه کړي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د نا اعلان شوې جګړې روښانول، په تروریستي جنایتونو کې د اسلام له نوم څخه د استفاده مخنیوی، د ملګرو ملتونو په تور لیست کې د پاکستان د استخبارتي سازمان یا ای ایس ای شاملول او پر پاکستان د نړیوالو مرستو بندول د مظاهره کوونکو عمده غوښتنې وي.

د سیاسی ګوندونو یو شمېر غړو، مدني فعالانو او خلکو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د یوې مظاهرې په ترڅ د دې ترڅنګ له امریکا هم وغوښتل چې امنیتي تفاهم لیک ته په پام سره په دغه جګړه کې له افغانستان نه ملاتړ وکړي.
د یادې مظاهرې یو ګډونوال مجیب لحاظ د پرېکړه لیک یوه برخه داسې ولوسته:

"څلویښت کاله کېږي چې د پاکستان حکومتونه او په تېره بیا د هغوی استخبارتي سازمانونه په افغانستان کې ډول ـ ډول مداخلې کوي، موږ دا مداخلې په شدیدو الفاظو غندو او د مداخلې غوښتنه یې کوو، پاکستان له څو لسیزو را په دېخوا د افغانستان په ضد نا اعلان شوې جګړه پیل کړې، موږ له ملګرو ملتونو غواړو چې نړیوالو او افغانانو ته دې د دې نا اعلان شوې جګړې پېژندنه او تعریف وړاندې کړي او متجاوز ته د نړیوالو قوانیو له مخې جزا ورکړي، ای ایس ای په تور لست کې شامل کړي او باید پر پاکستان پوځي او اقتصادي مرستې بندې شي."

مظاهره کونکو ویل چې، پاکستان باید په خپلو توغندیو د افغان اتلانو له نوم اېښودلو لکه غزنوي، غوري او ابدالي له دې لاس په سر شي ځکه چې افغانان سوله خوښي او بشر دوسته خلک دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ ازادي راډیو ته وویل چې په دغې مظاهره کې د یو شمېر سیاسي څېرو په ګډون شا او خوا ۴۰۰ کسانو ګډون کړی و.

دغه مظاهره په داسې وخت کې کېږي چې په تورخم کې د پاکستاني پوځيانو له خوا د تاسیساتو د جوړولو پر سر د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني پوځیانو تر منځ تر نښتې وروسته په اسلام اباد کې د دواړو هېوادونو پلاوي د یادې ستونزې د هواري په هدف د یو میکانیزم په جوړولو سره سلا شول.

او پرېکړه وشوه چې د دواړو هېوادونو چارواکي باید د شانګهای د همکاریو د سازمان د غونډې په څنډه کې په دې اړه لا زیات وغږېږي.

د پاکستان دا اقدام تر دې مخکې هم د خلکو له تندو غبرګونونو سره مخ شوی و او د خوست، ننګرهار او هلمند ولایتونو اوسېدونکو یې په تړاو مظاهرې کړې وې.

په ورته وخت کې یو شمېر دغه مظاهره کوونکي وايي چې، د ډيورند کرښې دواړه خواووې اوسیدونکي افغانان دي او هیڅ ډول ځواک نه شي کولای چې د دوی سره وویشي.

دوه تنه مظاهره کوونکي قدرت الله بدلون او اسماعیل عابد وویل:

"ډیورنډ خو هیڅ افغان نه مني بلکې ډیورن هیڅ شتون نه لري، لوی افغانستان شته او هغه سیمې چې د پنجاب تر ولکې لاندې دي راځي او هغه به زموږ تر واک لاندې راځي او د افغانانو د لوی افغانستان ارمان به پوره کېږي."
"موږ غواړو چې دغه مشکل له ډیپلوماتیکو لارو حل کړو او باید د پاکستان حکومت هم دغه همکاري له موږ سره وکړي."

مظاهره کوونکو په پرېکړه لیک کې د ډیورند فرضي کرښه تحمیلي یاده کړه او له افغان امنیتي ځواکونو څخه یې د ملاتړ څرګندولو په ترڅ کې له نړیوالې ټولنې او امریکا وغوښتل چې، افغان امنیتي ځواکونو لا زیات تجهیز کړي.

دوی له حکومت وغوښتل چې څومره ژر کېږي د پاکستان سره د سوداګرۍ او ترانزیت په بدیل لارې دې فکر وکړي.

راپور: اجمل تورمان